سیاست

سرور دانش: په نږدې راتلوونکې کې په خبرو دومره هيله نشته

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ٥ :
د جمهوري رياست دويم مرستيال نن د بريټانيا له سفير سره په کتنه کې وويل چې د افغانستان دولت د سولې د خبرو په برخه کې جدي دى؛ خو له زياتو خنډونو سره مخامخ دى .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د جمهوري رياست دويم مرستيال سرور دانش نن په کابل کې د بريټانيا له سفير  دومينيک جرمي سره وکتل او د علاقې وړ بېلابېلو موضوعګانو په باب يې خبرې وکړې.
د جمهور رييس دويم مرستيال په هېوادکې وروستي تاوتريخوالي او په کابل کې د تيرې اوونۍ ځانمرګي بريد ته په اشارې سره وويل چې دغه تاوتريخوالي په هېوادکې د جګړې د دوام سبب شوى دى او خلک هم د افغانستان له  حکومت څخه دا هيله لري چې په ټول توان سره د تاوتريخوالي په وړاندې ودريږي.
ده زياته کړه: دې ته په پاملرنې سره چې دافغانستان حکومت  تل  د سولې او خبرو په برخه کې جدي دى؛ خوله زياتو خنډونو سره مخامخ شوى دى.
د جمهور رئيس دويم مرستيال وويل: په همدې خاطر له يوې بيا څيړنې وروسته به د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت دريځ اعلام شي.
ده زياته کړه: خو عمومي حالت په داسې ډول دى چې په نږدې راتلوونکې کې  د سولې د خبرو په پرمختګ دومره هيله شتون نلري.
ده د سولې په خبروکې له ښکيلو هېوادونو سره د افغانستان د نړيوالو همکارانو متقابلو اړيکو ته په اشارې سره په دې برخه کې د نړيوالې ټولنې له خوا په  جدي پاملرنې او د فشار په زياتوالي ټينګار وکړ او ويې ويل:  د افغانستان دولت هيله لري چې د سولې او خبرو د بهير په باب چلندونه صادقانه او رغنده وي.
د جمهور رئيس مرستيال د انتخاباتي اصلاحاتو د تطبيق او د انتخاباتو دترسره کولو په باب هم وويل چې حکومت د انتخاباتي کميټې دکار د پيل لپاره دملي شورا له خوا د جمهور رئيس د تقنيني فرمان تائيدولو ته سترګې په لار دى چې تېره اوونۍ ملي شورا ته ليږل شوى دى.
ده د انتخاباتو په ترسره کولوکې د ملي وحدت د حکومت د مشرتابه هيئت دنظر موافقې ته په اشارې سره وويل: که څه هم يولړ فرصتونه له لاسه وتلي دي؛ خو تصميم په دې دى چې د ملي شورا له خوا د تقنيني فرمان په تائيد سره،  د اننخاباتي کميټې کار پيل او د انتخاباتي کميسيونونو د نويو مسوولينو په ټاکنې سره انتخابات په روان کال کې ترسره شي .
سرور دانش د ولسي جرګې له خوا د باور د رايي دترلاسه کولو لپاره د ملي دفاع وزارت او د ملي امنيت  لوى رياست ته  د نوماندانو د معرفي کولو په برخه کې هم وويل چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به دغو دوو پستونو ته نوماندان په ولسي جرګه کې د خلکو استازو ته معرفي شي .
ده دغه راز له اداري فساد سره مبارزه، ښه حکومتوالۍ او د عدالت تامينول د حکومت يو اساسي لومړيتوب وباله او  ويې ويل: که څه هم په څه دپاسه يو کال کې په دې برخه کې لازم حرکت نه دى شوى؛ خو دعدلي او قضايي اصلاحاتو تطبيق او د ښې  حکومتوالۍ دعالي شورا  جوړول، عدالت  او دجمهوررئيس په مشرۍ له  اداري فساد سره د مبارزې  د شورا جوړول  په دريو برخوحکومتوالۍ ، د عدالت په تامينولو او له اداري فساد سره په مبارزه کې د پرمختګ لپاره د دولت د غوڅ هوډڅرګندوى دى.
په دې کتنه کې په کابل کې د بريټانيا سفير په کابل کې د تيرې اوونۍ د ځانمرګې بريد په اړوند دافغانستان له دولت او خلکو سره دهمدردۍ دڅرګندولو په ترڅ کې د قانونپوه سرور دانش د وراره د شهادت له امله هم ده ته د ډاډګيرنې مراتب څرګندکړل او دسولې په خبروکې دبريټانيا د همکارۍ  د اعلامولو په ترڅ کې وويل: په پارلمان کې د جمهوررئيس پرونۍ وينا ډير مثبت او ارزښتناک ټکي لرل چې دثبات دتامينولو لپاره يې دافغانستان د حکومت شنې کرښې روښانه کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته