کابل باختر د زمرى دريمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره دنښتې په بهيرکې ووژل شول .
دغه جګړه تيره شپه ناوخته دډيورنډ کرښې ته څيرمه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د ډيورنډ له کرښې اخوا د سرحدي پوليسو په يوې پوستې بريد وکړ .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده په دې نښته کې ديو شمير يرغلګرو د ټپي کيدو خبر هم ورکړ خو ويې ويل چې دقيق شمير يې معلوم نه دى .
ويل کيږي چې يرغلګرو دسر ددرندو زيانونو له زغملو وروسته د ډيورنډ له کرښې اخوا دتيښتې لاره غوره کړه .
دسرحدي پوليسو دغه قوماندان وايي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 1 دقیقه لوستل