سیاست

جمهور رئیس غني دښځینه بندیانو د قضایاو د ارزونې ځانګړي کمیسیون د موندنو راپور واورېد

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د ښځینه بندیانو د وضعیت د ارزونې په موخه پرون مازدیګر په ارګ کې غونډه جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې د ښځينه بندیانو د قضایاو د ارزونې ځانګړي کمیسیون چې د جمهور رئیس د حکم په اساس د ښځینه بندیانو د وضعیت په ځانګړي ډول د کابل بادام باغ ښځينه زندان د ارزونې په موخه تشکیل شوی  د ستونزو، وړاندیزونو او حل لارو مفصل راپور جمهور رئیس ته وړاندې کړ.
د کمیسیون غړو څرګنده کړه، په کابل کې د ټولو ښځينه بندیانو د دوسیو له ارزونو وروسته ځینې ښځينه بندیانې له بند څخه د ازادېدو او تخفیف مستحقې شوې.
د کمیسیون غړو د اوسېدو د مناسب ځای د نشتوالي، د صحي کلینک د نشتوالي، د حرفې او فن د برخې،  وړکتون او ښوونیز مرکز د ایجاد په هکله د ښځينه بندیانو عمده ستونزې او وړاندیزونه یاد کړل.
جمهور رئیس د یاد کمیسیون د راپور له اورېدلو وروسته وویل، برابر شوی راپور به په دقیقه توګه وارزوي او د هغه په اساس به ښځينه بندیانو ته د اوسېدو د مناسب ځای، صحي کلینيک او د روزنیزو کورسونو د جوړولو او د لازمو اسانتیاو د برابرولو په برخه کې اقدامات وشي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، ښځینه بندیانو ته د مناسبو امکاناتو د برابرولو په خاطر به ځانګړې بودجه تخصیص شي. هغه څرګنده کړه، د ښځینه بندیانو لپاره د نارینه و په پرتله دوه برابره تخفیف په پام کې نیول شوی دی او د ټولو ښځینه بندیانو دوسیو ته به په جدي توګه رسیدګي وشي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، د ښځينه بندیانو ټولې دوسیې باید د ډیتابیس په توګه تنظیم شي تر څوشفافیت او د ښځينه بندیانو دوسیو ته رسیدګي اسانه شي.
جمهور رئیس څرګنده کړه، له عدلي او قضایي ارګانونو سره په همغږي به هغه ښځينه بندیانې چې واړه جرمونه ولري او یا امیدواره وي د عفوې له فرمان څخه مستفیدې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته