سیاست

حامدکرزي د استونیا له جمهوررئیس سره وکتل

کابل- باختر د ثور د مياشتې ١١:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، په سیمه يیز وخت پرون له غرمې مخکې د استونیا له جمهوررئیس ښاغلى توماس هینډریک ایلویس سره د دغه هیواد د جمهوري ریاست په ماڼی کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان، د سولې د بهیر، له نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد، د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو او د اقتصادي مسئلو په باب خبرې اترې وکړې.
حامدکرزي په دې کتنه کې، ده او د ده ملګري هيئت ته استونیا  ته د سفر د بلنې له امله، له ښاغلي توماس هینډریک ایلویس څخه د مننې په ترڅ کې وویل: افغانستان په بېلابېلو برخوکې له استونیا سره د اړیکو او همکاریو د دوام او پراختیا غوښتونکی دی.
د هېواد جمهوررئیس د افغانستان د ځوانو دیپلوماتانو د روزنې او افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د برابرولو له امله د استونیا له حکومت څخه مننه وکړه او له دغه هېواد څخه یې و غوښتل چې د افغانستان د ملي پولیسو او ملي اردو د روزنې او پیاوړتیا په لاره کې همکاري وکړي.
حامدکرزي په افغانستان کې د روغتیا سکټور ته د اشارې په ترڅ کې د استونیا پانګه وال وهڅول چې د دغه سکټور په خصوصي برخه کې پانګونه وکړي. ده، وویل: د افغانستان خلک د یوې عادي ناروغی د درملنې لپاره، پاکستان، هند او د ترکیې هېوادونو ته ځي، که چیرې د استونیا پانګه وال په دې برخه کې پانګونه وکړي، له یوه پلوه به افغانان له هېواد څخه له باندې تګ څخه خلاص شي او له بلې خوا به استونیايي پانګه وال ښه ګټه ترلاسه کړي.
د استونیا جمهوررئیس له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ څرګند کړ، وې ویل: اوس مهال استونیا د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس له پوهنځي سره همکاري لري خو د هغو تجربو له مخې چې دغه هېواد یې د کمپیوټر له ټکنالوژی یا آی ټي څخه په استفادې د ښې حکومتوالی په برخه کې لري، غواړي خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي او په دې اړوند او په نورو بېلابېلو برخوکې له دغه هېواد سره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته