ټولنه

په بدخشان کې یوسړک جوړېږي

کابل / د مرغومي / ۵ / باختر
د بدخشان والي مولوي عبدالغني فایق پرون د بدخشان مرکزفیض آباد ښارد جوزګون درې سړک چې د جوړولوکاریې په خامه توګه پای ته رسېدلی دی پرانیست.
د آغان خان دفترد سیمه ییزبنسټ رییس ډاکترشمس علي شمس باختراژآنس ته وویل چې دغه سړک د ۱۹ کیلومتروپه اوږدوالي او ۳۴۶ زرو امریکايي ډالرو په لګښت په دوومیاشتوکې په خامه توګه جوړشوی دی.
هغه وویل چې دغه سړک ۲۴ کلي له جوزګون درې سره نښلولي دي او د دغو کلیو اوسېدونکو په آسانۍ سره کولای شي فیض آباد ښارته تګ را تګ وکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته