ټولنه

په جوزجان کې بې ځایه شویو کورنیو مرستې ترلاسه کړې

کابل / د لیندی ۲ / باختر
په جوزجان کې په څه نا څه دوه سوه بې ځایه شویوکورنیو نغدې پيسې او ژمني جامې وويشلې شوې.
د جوزجان د مهاجرینو او راستنو شویو چارو رییس عبدالمالک رستمي د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې دغه اداره د آی او ام دفتر په مرسته د دغه ولایت په شبرغان ښارکې په دوه سوه بې ځایه شویوکورنیو نغدې پېسې او ژمني جامې ووېشلې.
هغه زیاته کړه چې په هرې کورنۍ ۱۵۳۵۰ افغانۍ او دولس قلمه ژمنې جامې وويشلې شوې.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته