نړۍ

پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٧
پنځلس تنه وسله وال مخالفين پرون دهيواد په دريو ولايتونو کې دملي پوليسو دځواکونو له خوا د امنيتي ترور دترسره کولو په وخت کې  ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ. دملي پوليسو ځواکونو دغزني ، فراه او د نيمروز دولايتونو په مربوطاتو کې يو لړ امنيتي فعاليتونو ترسره کړل چې له امله يې پنځلس تنه وسله وال طلبان ووژل شول او درې تنه نور دملي پوليسو دځواکونو له خوا ونيول شول .
په دغو فعاليتونو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم دملي پوليسو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته