امنیت

ناپيژندل شويو وسله والو کسانو په بدخشان کې د يوه ښوونکي ځوانه لور په ډزو سره ووژله .

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٩ :
ناپيژندل شويو وسله والو کسانو تيره شپه په بدخشان ولايت کې ديوه ښوونکي په کور په بريد سره د هغه ځوانه  لور په   ډزو سره  ووژله .
دغه پيښه دکشم ولسوالۍ په کنګور سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه  چې يوې ډلې وسله والو يرغلګرو دکشم ولسوالۍ دعبدالمنان دليسې مدير عبدالمنان په کور بريد وکړ.
ددغې کورنۍ ګاونډيان وايي  يرغلګر دبريد په بهير کې د دغه ښوونکي شپاړلس کلنه لور په  ډزو سره ووژله.
تراوسه پورې ديرغلګرو هويت او ددغې پيښې علت روښانه نه دى  .
دبدخشان دوالي ويندوى احمد نويد فروتن له باختر آژانس سره په اړيکه کې دغه پيښه تائيد کړه  ويې ويل چې امنيتي مامورينو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي  .
تراوسه پورې ددغه بريد مسوليت چا په غاړه نه دى اخستى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته