سیاست

محمدکريم خليلي : دسولې عالي شورا په هېواد کې دسولې دتامينولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي .

کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه : دسولې دعالي شورا دعمومي مجمع غونډه نن دسولې دعالي شورا درييس محمد کريم خليلي په مشرۍ جوړه شوه . دسولې دعالي شورا مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دغه غونډه دسولې دبهير ددارالانشا درييس او په سياسي چارو کې دجمهور رييس دځانګړي استازي ډاکتر محمد اکرم خپلواک او دسولې دعالي شورا دمرستيالانو او غړو په ګډون جوړه شوې وه . په دې غونډه کې محمد کريم خليلي په خپلو پرانستونکو خبرو کې په هېواد کې دملکي او نظامي تلفاتو په نسبت خواشيني څرګنده کړه او زياته يې کړه چې دسولې عالي شورا په هېواد کې دسولې دتامينولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي اوپه دې برخه کې کار دافغانستان له خلکو سره په همغږى کې ترسره کېږي . خليلي دسولې دتامينولو لپاره په ملي اونړيواله کچه دسولې دعالي شورا دوروستي يوکال لاس ته راوړنې مثبتې وبللې او زياته يې کړه چې دغه شورا دسولې دتامينولو لپاره له هر راز فرصت څخه کار اخلي او موږ دسولې د ټينګښت لپاره هيله من يو . وروسته دسولې دبهير ددارالانشا رييس او په سياسي چارو کې دجمهور رييس ځانګړي استازي ډاکتر محمد اکرم خپلواک دسولې دعالي شورا دلاس ته راوړنې او فعاليتونوپه باب خپل رپوټ حاضرينوته وړاندې کړ او ويې ويل چې افغانستان ته دپاکستان دبهرنيو چارو دوزير په سفر کې دسولې دبهير او په تيره بيا دافغانستان او پاکستان دعالمانو دګډې غونډې په باره کې چې ټاکل شوې ده دافغانستان او پاکستان ددرنوعالمانو دفتوا په اړوند په نږدې راتلونکې کې په پاکستان کې جوړه شي هراړخيزې خبرې شوي دي . ټاکل شوې ده يو جګپوړي افغاني هيئت دحکومت له لوري دسولې دعالي شورا داستازي په ګډون روسيې ته سفر وکړي . په دې سفر کې به دعلاقې وړ موضوعګانو په باب دخبرو په ترڅ کې دافغاسنتان په مالکيت دسولې دبهير په برخه کې دروسيې دهمکاريو په باب غور وشي . هېواددمخورو شخصيتونو دنظريو دراټولولو په مقصد دملي کنفرانسونو جوړول ، دسولې په بهير کې له اسانتيا په مقصد دورکشاپونو جوړول او دهېواد په معتبرو پوهنتونونوکې دسولې په اړوند دعلمي سيمينارونو جوړول دسولې دعالي شورا له پروګرامونو څخه دي چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې دنورو پلانونو دتطبيق په ترڅ کې ترسره شي دغه راز دسولې دعالي شورا دعمومي مجمع غړو ددې غونډې دازادو خبرو په برخه کې په هېواد کې دملکي اونظامي تلفاتو په نسبت سختې نيوکې وکړې او ويې ويل چې وروستيو پيښو دسولې دتامينولو لپاره دشورا دغړو مسووليت دروند کړى دى او موږ په مسوولانه ډول ددغه شان ستونزو دپاى ته رسولو او په هېواد کې دسولې دتامينولو لپاره خپلو هڅوته زور ورکوو . دسولې دعالي شورا دعمومي مجمع غونډه دسولې دعالي شورا دمرستيال مولوي عبدالخبير اچقون په واسطه په افغانستان کې ددايمي سولې دتامينولو لپاره دخير په دعا سره پاى ته ورسيده . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته