سیاست

دملي دفاع وزير دافغانستان له خلکو سره دامريکا دهمکاريو له امله قدرداني وکړه .

کابل باختر دزمري شپږمه :

 دافغانستان دملي دفاع وزير سترجنرال بسم الله محمدي نن  دامريکايي ځواکونو دمرکزي قوماندانۍ له قوماندان  ستر جنرال لودي  استين  سره  وکتل .

 دملي دفاع وزارت  دويندوى دفتر  باختراژانس ته خبر ورکړ ، دملي دفاع وزير  په دې کتنه کې لومړى  په تيرو دولسو کلونوکې  دافغانستان له خلکو سره  دامريکا  دمتحده ايالاتو دهمکاريو له امله  قدرداني وکړه .

  دملي دفاع وزير دغه راز  دهيواد دامنيتي مسووليتونو ليږدونه  دهيواد دامنيتي ځواکونو دپياوړتيا په لاره کې يومثبت ګام وباله او ټينګار يې وکړ دامنيتي مسووليتونو ليږدونه  او دغه راز په مستقل ډول دملي اردو  دعملياتو ترسره کول ددې څرګندوى دى چې ملي اردوپه هيواد کې دامنيت دتامينولو لپاره  لازمه وړتيا  لري .

 ده دغه راز څرګنده کړه چې دهيواد په کوټ ګوټ کې دافغان امنيتي ځواکونو په تيره بيا  دملي اردو سره  دخلکو دهمکاري  زياتوالي  سولې او دامنيت تامينولو ته  درسيدو لپاره  زموږ هيله  زياته کړې ده . 

 ده وويل  دافغانستان  دهوايي پوځ  دپياوړتيا لپاره  دافغانستان دحکومت هلې ځلې  هماغه شان  دوام لري او دافغانستان ددفاع لپاره دمنظمو هوايي پوځونو  دجوړولو غوښتنه کوي .

 دملي دفاع وزير  ټيګار وکړ چې په افغانستان کې دجګړې دوام  دحل لاره نه ده اوبايددطالبانو ملاتړي هيوادونه دغه ډله دسولې دخبرو ميز ته  راوکاږي چې په افغانستان کې جګړه پاى ته ورسيږي او دايمي سوله تامين شي .

  له بلې خوا هم  دامريکايي ځواکونو دمرکزي قوماندانۍ قوماندان  جنرال  لودين استين  دافغان امنيتي ځواکونو په تيره بيا  دملي اردو برياليتوبونه  دستاينې وړ وبلل  او وي ويل  چې دناټو دځواکونو له خوا افغان امنيتي ځواکونو ته  دامنيتي مسووليتونو  ليږدونه  او دغه راز  ددغو ځواکونو له خوا په مستقل ډول دعملياتو ترسره کولو دافغان امنيتي ځواکونو په نسبت  په نړيوالې ټولنې هيله  څوبرابره  لوړه کړې ده .

  ده دغه راز  په هيواد کې  دملکي وګړو دسردزيان دکمښت يادونه وکړه او زياته يې کړه  چې دملکي وګړو دسردزيان  کمښت  دملي اردو په نسبت  دافغانستان دخلکو باور لوړ کړى دى او داکار ددې سبب شوى دى  چې  خلک دهيواد په کوټ ګوټ کې دخپلو امنيتي ځواکونو په نسبت  زيات باور پيداکړي

ده دراتلوونکي کال دجمهوري رياست دانتخاباتو ترسره کول له افغانستان سره دنړيوالې ټولنې دهمکاري  ددوام لپاره  يو مثبت ګام وباله  او ټينګار يې وکړ چې  بايد  افغان امنيتي  ځواکونه  ددغو  انتخاباتو دامنيت دتامينولو لپاره  زياتې هلې ځلې وکړي .

  په مقابل کې دملي دفاع وزير  وويل  چې افغان امنيتي ځواکونه په تيره بيا  ملي اردو دانتخاباتو  دامنيت دتامينولو لپاره  لازم تياري  نيولي دي  او دراتلوونکى کال  دجمهوري رياست دانتخاباتو ترسره کول به  له امنيتي پلوه  هيڅ راز ستونزه  ونه لري . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته