امنیت

په کابل کې ديرغلګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته دوام لري .

کابل باختر د چنګاښ  لسمه :
په کابل کې ديوه ډار اچوونکي بريد دپاى ته رسولو لپاره دامنيتي ځواکونو هڅې دوام لري .
دباختراژانس دخبرله مخې، له وسله والو يرغلګرو سره دامنيتي ځواکونو جګړه نن سهار دنهو بجو په شاوخوا کې هغه وخت پيل شوه چې وسله والو يرغلګرو غوښتل چې ديو امنيتي بنسټ ودانۍ ته ننوځي .
ديرغلګرو بريد ديوموټر بم په واسطه له ځانمرګي بريد سره يوځاى و .
امنيتي  سرچېنو ويلي دي چې يرغلګرو هلې ځلې وکړې چې دپل محمود خان په ساحه کې ددفاع وزارت دلوژستيک  او انجنيرى رياست ودانۍ ته ننوځي خوبريالي نه شول .
دکورنيو چارو په وزارت پورې اړوندې سرچينې وايي چې يرغلګرو په يوه  نيمه کاره ودانۍ کې سنګر نيولى دى .
ديرغلګرو شمېر معلوم نه دى خو تراوسه پورې دهغوى دوه تنه له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې وژل شوي دي .
دعامې روغتيا وزارت چارواکي وايي چې تراوسه پورې ددغې پيښې له ټپيانو څخه اويا تنه روغتونونو ته لېږدول شوي دي او ددغه شمېر  دبدلون امکان شتون لري.  ځکه روغتونونو ته دټپيانو لېږدونه دوام لري .
دعامې روغتيا وزارت چارواکو تاييد کړې ده چې په دې بريد کې يوشمېر  هېوادوال وژل شوي دي خو دقيق شمېر يې څرګند نه دى .
ځينوسرچېنو ددې پيښې دټپيانو شمېر سل تنه اودشهيدانو شمېر  څلويښتو  پورې بللى دى خو دغه شمېر درسمي سرچېنو له لوري تاييد شوى نه دى .
ددغې پېښې قربانيان  او ټپيان ټول ملکي وګړي دي چې زياتره يې دودانيو دښيښو دماتېدو له امله ټپيان شوي دي .
دغه راز  دامنيتي ځواکونو او يرغلګرو ترمنځ ډزو کې  ديوې ټلويزيوني  شبکې ساتونکى هم وژل شوى دى . دپيښې  جزييات وروسته خپرېږي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته