امنیت

دملي امنيت يو شمير منسوبين وستايل شول.

کابل – باختر دسلواغۍ اتمه :
دملي امنيت دلوى رياست يوشمير منسوبين وستايل شول.
دملي امنيت دلوى رياست سرپرست او ددغې ادارې دمشرتابه هيات دترورستانو په وړاندې دملي امنيت دمنسوبينو چټک غبرګون او ميړانه وستايله دباختر آژانس دخبرله مخې په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه دملي امنيت دلوى رياست لومړۍ مرستيال او سرپرست ډګر جنرال حسام الدين دهيواد دسولې او ثبات د دښمنانو دناکام بريد په وړاندې ددغه ارګان دمنسوبينو دميړانې سرنښدنې او زړور مقاومت په باب چې دمرغومې دمياشتې په ٢٧ نيټه ترسره شو خبرې وکړي او سرګڼده يې کړه چې داپه خپله دملي امنيت دلوى رياست منسوبينو ته يو ستر برياليتوب دى چې په سرښندنې او ځان تيريدنې سره يې ټول تروريستان په لسو دقيقو وځپل او کابل ښاريانو ته دسر دزياتو زيانونو او مالي تاوانونو داوښتو مخه ونيوله.
وروسته دملي امنيت دلوى رياست سرپرست ددغې ادارې يو شمير منسوبين چې په دې پيښه کې يې ميړانه او زوړوتيا ښودلې وه . دفوق العاده ترفيع ګانو په ورکولو سربيره يې نغدي مکافات هم ورکړل .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته