سیاست

جمهوررئیس غني د امریکاد دفاع له وزیر سره وکتل

کابل باختر د ليندۍ د مياشتې  ٢٠
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون د امریکا دمتحده ایالتونود دفاع له وزیر اشتون کارتر او ملګري پلاوي سره يې چې افغانستان ته راغلی وو، وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه او د دواړو هېوادونو یو شمېر لوړپوړو مقاماتو هم حضور درلود، دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو، د همکاریو د زیاتوالي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د افغانستان د هوایي پوځ د پیاوړتیا او سمبالښت په اړه بحث او خبرې وکړې.
اشتون کارتر دې ته په اشارې چې افغانستان د امریکا دمتحده ایالاتو له مهمو او ستراتيژیکو شریکانو څخه دی، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونود سرښندنو قدرداني وکړه وې ویل، دغو ځواکونو ثابته کړه، چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یې توانایي او ظرفیت لوړ شوی دی او امریکا د دې ځواکونو زیات سمبالښت او تمویل ته ژمنه ده.
هغه زیاته کړه، موږ به د افغانستان د هوایي پوځ د تمویل او سمبالښت په  برخه کې هر اړخیزې مرستې وکړو، ترڅو دا ځواکونه د ځمکنیو ځواکونو تر څنګ د تروریستي ډلو د له منځه وړلو په برخه کې زیاتې لاسته راوړنې ولري.
د هېواد جمهور رئیس د امریکا ددفاع وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او سمبالښت په برخه کې د امریکا متحده ایالتونود دوامداره همکاریو قدرداني وکړه. هغه د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او د تروریزم د له منځه وړلو په برخه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې او کوښښونه وستایل.
جمهور رئیس غني همدارنګه په ځانګړي ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال نیکولسن دکوښښونو مننه وکړه.
دواړو لورو د سیمې د امنیت لپاره له تروریزم سره په ګډه مبارزه ټینګار وکړ او د اصلاحاتو په ځانګړي ډول په نظامي برخه کې یې  د اصلاحاتو د راوړلو په اړه خبرې وکړې.
د دې کتنې په پای کې جمهور رئیس غني د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سمبالښت ، تمویل، روزنې او د دوی د توانایي د لوړولو او همدارنګه په افغانستان کې د سولې، ثبات او امنیت د تامین اوله تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د دفاع وزیر د کوښښونو د ستاينې په خاطر هغه ته د غازي وزیر محمد اکبر خان عالي دولتي مډال ورکړ.
ورپسې د هېواد جمهور رئیس او د امریکاد دفاع وزیر په ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې د افغانستان او امریکا دمتحده ایالتونو د پروګرامونو او ګډو همکاریو په اړه معلومات وړاندې کړل.
جمهور رئیس غني د امریکا ددفاع وزیر او ورسره پلاوي ته  د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، تاسو زموږ دوامدار او هم پیمان همکار یئ او زموږ پر ملت په ځانګړي ډول د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو ستاسو له باورمندۍ څخه مننه کوم.
جمهور رئیس زیاته کړه، په تېرو دو کلونو کې پر باثباته او امن افغانستان د امریکا متحده ایالتونو اعتبار موږ ته د نړیوالې سولې او ثبات د کیلۍ په توګه ارزښت لري. هغه وویل، د امریکا د تېر کال تصمیم د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو په برخه کې له تاریخي تصمیمونو څخه ګڼل کېږي.
محمد اشرف غني زیاته کړه: د امریکا د دفاع دوزیر په توګه تاسو کلیدي رول درلود او وموکولای شول چې خطرونه او ګواښونو تشخیص او له جمهور رئیس اوباما سره یې شریک کړئ چې زه د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب له تاسو څخه مننه کوم.
جمهور رئیس همدارنګه څرګنده کړه، تاسو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، سمبالښت او روزنې لپاره د بین المللي اجماع په ایجاد کې مهم رول درلود چې ستاسو له هلو ځلو او پاملرنې پرته د یوې بین المللي اجماع ایجاد ستونزمن ښکارېدل.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، پنځه کاله وروسته په وارسا کنفرانس کې د افغانستان ټولو بین المللي شریکانو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې زموږ له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د هېواد جمهور رئیس د امریکایي ځواکونو له همکاریو په قدردانۍ وویل، دې ځواکونو ګام په ګام د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته کړې او زموږ تر څنګ ولاړ دي هغه د کارتر په دوران کې د امریکایي ځواکونو د مدیریت ستاینه او په افغانستان کې د هغوی د قربانیو قدرداني وکړه.
جمهور رئیس غني د امریکا متحده ایالتونود دفاع وزیر ته وویل، د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب ستاسو د افسرانو او عسکرو له کورنیو څخه چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یې قرباني ورکړه، مننه وکړئ، ځکه د افغانستان ملت قدر پېژني او د دوست او دښمن تر منځ په توپير پوهېږي.
د هېواد جمهور رئیس یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د امریکا متحده ایالتونه د افغانستان دوست، او پایدار همکار هېواد دی.
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر اشتون کارتر په دې مطبوعاتي کنفرانس کې د هېواد د جمهور رئیس له کوربه توب څخه په مننې وویل، د دفاع دوزیر په توګه دا افغانستان ته زما څلورم سفر دی او هر ځل چې دې هېواد ته راغلی یم، تود هرکلی مې شوی دی.
هغه افغانستان ته د خپل سفر موخه له امریکايي ځواکونه سره کتنه او همدارنګه د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه له جمهور رئیس سره کتنه وبلله.
د امریکا د دفاع وزیر وویل، ویاړم چې زما په اړه مو ځینې یادونې او اشارې وکړې او د امریکا د دولت او خلکو په استازیتوب له تاسو مننه کوم. کارتر زیاته کړه، چې ده او جمهور رئیس غني په خپلمنځي کتنه کې په ځانګړي ډول د یو باثباته افغانستان لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ د ګدو همکاریو او لیدلوریو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د امریکا د دفاع وزیر د هېواد د جمهور رئیس رهبري او قاطعیت د قدر وړ وباله او د ښه راتلونکي لپاره یې د ملي یووالي حکومت د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله کوښښونه او ژمنې هم وستایلې. هغه وویل، امریکا د افغانستان د دوست او همکار په توګه ژمنه ده چې افغانستان باثباته او واکمنۍ لرونکی هېواد وي.
کارتر د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاریو ته په اشارې وویل، موږ د افغانستان د دولت او خلکو تر څنګ پاتې کېږو. هغه له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې د قدر وړ وبللې وې ویل، دې ځواکونو د جنګ د رهبرۍ د اخیستلو له وخته په توانایي او زړورتیا وکولای شول زیاتې بریاوې ترلاسه کړي او طالبان یې پرېنښودل چې خپلو موخو ته  ورسېږي.
د امریکا متحده ایالتونود دفاع وزیر د هغه هېواد درې عمده تصمیمونه یاد کړل وې ویل زما د وړاندیز په اساس ۸۴۰۰ امریکایي سرتېري تر ۲۰۱۷ کال پورې له افغانستان سره پاتې کېږي او هغوی ته زیات صلاحیتونه ورکړ شوي دي. هغه زیاته کړه، موږ د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي ملاتړ لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوو او دا مرستې تر ۲۰۲۰م کال پورې دوام مومي.
هغه وویل، نړیواله ټولنه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او تر ۲۰۲۰م کال پورې د دغو هېوادونو کلنۍ مرسته نږدې ۵ میلیارد ډالره ده.
کارتر زیاته کړه، نړیواله ټولنه له افغانستان سره د تروریزم ضد مبارزې او د تروریستانو د خوندي پټنځیونه له منځه وړلو کې مرسته کوي. تر څو د افغانستان، سیمې او نړۍ ثبات ته نورګواښ متوجه نه وي. هغه وویل، ناټو د داعش پر ضد زیات عملیات ترسره کړي چې د هغوی مهم رهبران په کې له منځه تللي دي.
اشتون کارتر په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د خدماتو او قربانیو قدرداني وکړه وې ویل، یو شمېر عسکروله تروریزم سره د مبارزې لپاره خپل ځانونه له لاسه ورکړي. په پای کې هغه زیاته کړه، موږ باثباته او پرمختللي افغانستان ته ژمن یوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته