خبرونهسیاستTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

اسلامي امارت، نړۍ کې د ولسواکۍ ښه بېلګه ده

کابل، د لېندۍ ۱۲ مه، باختر

تبصره:

هغه وخت چې د اسلامي امارت مجاهدینو د اشغال پر وړاندې مبارزه کوله، دښمن ډېر داسې تبلیغات خپاره کړي وو، چې ګواکې د دغو مجاهدینو په لیکو کې بهرني اتباع جنګېږي او دغې ډلې د افغانستان په ورانۍ پسې راخیستې ده، خو وروسته تر هغې چې اسلامي امارت د اشغال پر وړاندې بریا ته ورسېده او پر کابل واکمن شول، نو معلومه شوه، چې د اسلامي امارت مجاهدین د افغانستان وګړي او له همدې خاورې راپورته شوی لښکر دی.

دا یو واضېح حقیقت دی، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو په بریا کې د دې خاورې د سپین ګیرو، میندو، خویندو، ماشومانو او د ټولنې د نورو غړو لوی لاس وو.

د جهاد او مبارزې پر مهال میندې، خویندې او نورې ملالې ولیدل شوې، چې مجاهدینو ته یې ډوډۍ پخې کړې، جامې یې ورته پرېمینځلې او د خپل زوی، ورور، خاوند او پلار زنداني کېدل، ټپي کېدل، پر شهادت رسېدل او له کوره لرې اوسېدل او په یوازې ځان د یتیمانو روزل وزغمل.

نو په ټوله کې ویلی شم، چې اسلامي امارت د ولس له منځه راپورته شوی نظام دی او هر غړی یې په افغاني ټولنه کې د اشغالګرو او فتنه اچونکو له لوري د ترسره شویو ظلمونو تر لیدلو وروسته ټوپک ته لاس کړی او له دغو ظلمونو او فتنو څخه د خپلې ټولنې د پاکولو او په امنیت ټینګولو لپاره یې مبارزه کړې.

کله چې ټولنه کې یو څوک د امن راوستو هڅه کوي، طبیعي خبره ده، چې پر ولس ګرانېږي او د ولس په زړه کې ځای نیسي؛ اسلامي امارت هم همداسې درواخلئ، چې د خپل ولس د هوساینې او عزت ساتلو لپاره یې مبارزه کړې او له همدې لارې یې ولس پر ځان راټول کړی دی.

نو کله چې نظام او غړي یې د ولس له منځه د ولس لپاره او ولس په خوښه راپورته شوي وي، دې ته په نړیواله سیاسي ژبه کې ولسواکي وایي، چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ د ډېرو نورو دیموکراتیکو هېوادونو د نظامونو پر نسبت هم ولس ته ډېر منلی او هم د ولس له منځه تشکیل شوی دی.

د افغانستان په تاریخ کې ډېر کم داسې پېښ شوي، چې ټول هېواد د یو حاکمیت لاندې راغلی وي، خو اسلامي امارت دغه څه وکړل او د هېواد ټوله خاوره یې تر یو حاکمیت لاندې راوستله او یو قوي مرکزي حکومت یې رامنځته کړ.

بله دا چې اسلامي امارت داسې یو نظام رامنځته کړی، چې د هېواد ټول قومونه او ټول وګړي یې غړي دي او دا مهال پر لوړ رتبه او ټیټ رتبه څوکیو کار کوي او د وطن د ابادۍ په برخه کې خپله ونډه ادا کوي.

دا خبر باید هېره نه شي، چې افغان ولس د خپل عزت او مال امن غوښته، اسلامي امارت ورته برابر کړی، افغان ولس پوځي، سیاسي او د فرهنګي اشغال پای غوښته، د اسلامي امارت مجاهدینو یې دغه ارمان ورپوره کړ.

همدارنګه افغان ولس د بنیادي پروژو پلي کېدل غوښتل، امارت یې غوښتنې ته لبیک وویل او د قوشتېپې او نورو پروژو پیل وکړ، چې تر دا مهاله په کې بریالي روان دي.

نو اسلامي امارت د ولسواکۍ ښه بېلګه ده او دا ډول نظامونه هېڅکله نه رژېږي او نه شړېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته