کابل باختر دسلواغې ۲۱مه
په سرپل ولايت کې د هاوان د يوې سرګلولې د چاودنې له امله يو ۱۰ کلن ماشوم ووژل شو .
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني باختر آژانس ته وويل چې دغه پېښه پرون سهار د سيدآباد په هزارګي کلي کې رامنځته شوه چې په نتيجه کې يوه ۱۰ کلنې نجلۍ ووژل شوه او يو ۱۲ کلن هلک سخت ټپي شو .
خبرځاى زياته کړه چې دغه ماشومان ورور او خور وو چې په سيمه کې په لوبو بوخت وو .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ