کابل باختر دوږي ٢٥
دسرحدونو، قومونو اوقبايلو دچارو وزارت دفارياب ولايت دسرحدونو قومونو او قبايلو دچارو د رييس غلام سخي کوهي دمړينې خبر ورکړي دي .
دباختر اژانس دخبر له مخې ، په هغې خبرپاڼه کې چې ددغې ادارې له لارې باختر اژانس ته رسيدلى ده، ويل شوى دي چې دى په ١٣٣٧ کال کې په فارياب کې زيږيدلۍ دي او د زده کړې له پاى ته رسولو وروسته يې په بيلابيلو پستونوکې خدمت ترسره کړى دي .
دغه راز په ليک کې ددغه وزارت د ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د ارواښاد دوستانو اوخپلوانو ته څرګند شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ