نړۍ

شمالي کوريا دکوريا په تاپو وزمه کې دجګړې درامنځته کيدو له امله خبردارى ورکړ.

پيونګ يانګ نړيوال خبري منابع باختر دلړم دمياشتې ١
شمالي کوريا نن دامريکا سياستونو دوام ته داشارې په ترڅ کې خبردارى  ورکړ
چې دکوريا په ټاپو وزمه کې بله جګړه په  لاره کې ده .
شمالي کوريا په امريکا تور ولګاوه چې په سيمه کې دځواکونو د ځاى پرځاى کولو
اود زياتو پوځي اډو په جوړولو سره په سيمه کې دشمالي کوريا دحکومت دراپر
ځولو لپاره د تياري  په حال کې ده  .
ديونهاب خبري آژانس وايي  ددغه خبر داري  په مقابل کې ، امريکا  وايي بايد دغه کار ترسره شي ځکه دشمالي کوريا له خوا ګواښيږي.
شمالي کوريا ټينګار وکړ چې په سيمه کې دپوځي اډو جوړول او دامريکايي ځواکونو ځاى پرځاى کيدل دشمالي کوريا دامنيت لپاره جدي ګواښ دى .
شمالي کوريا له جنوبي کوريا او جاپان سره دامريکا دګډو پوځي پروګرامونو له امله انديښنه څرګنده کړه او زياته يې کړه.، له امريکا سره دمستقيمو خبرو لپاره
له تياري  سره جوخت جګړې ته  هم چمتو يو.
دشمالي کوريا خبري آژانس ددغه ټينګار په ترڅ کې چې دامريکا پوځي تحرکات تر نظر لاندې دي  دواشنګتن او سيول ترمنځ د ٢٠١٤ کال لپاره له مخکې څخه دتمرينونو دپروګرام جوړول سيمې ته يو جدي خطر دى .
شمالي کوريا څلور مياشتې مخکې دکوريا په ټاپو وزمه کې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په خاطر دامريکا له دولت سره له هر راز مخکني شرط پرته دمستقيمو خبرو وړانديز وکړ خو واشنګتن تراوسه پورې هغه نه  دى منلى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته