ټولنه

په جوزجان کې يو ١٥ کلن هلک ځان وواژه

کابل باختردسلواغې دمياشتې٣نيټه :
يو ١٥ کلن هلک په جوزجان ولايت کې ځان زندی کړ.
د باختر آژانس د سيمه ييزخبريال د خبرله مخې: دغه هلک تېره شپه د نامعلوم دليل له مخې په خپل کورکې ځان زندۍ او مړ شو.
تر اوسه پورې کشفي منسوبينو ونه کړاى شول د دغې پېښې علت پيدا کړي او په دې برخه کې تحقيقات دوام لري.
د جوزجان ولايت د عامې روغتيا رئيس وايي چې د دغه هلک مړى د هغه د کورنۍ له خوا روغتون ته ليږدول شوی چې په ستونې کې يې د زندي کېدو نښه نښانې ليدل کيږي.
پاى شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته