امنیت

ملاحبيب الله له دوو تنو نورو سره ووژل شو

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ١١ :
دکونړ ولايت  دوټه پورې په ولسوالۍ کې تيره شپه دايساف دجنګي الوتکو په بريدونو کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په کونړ ولايت کې دملي اردو دمطبوعاتي دفتر مسوول جګړن هارون يوسفزي باختراژانس ته وويل دايساف جنګي الوتکو تيره شپه دکونړولايت په مربوطاتو کې  څوبريدونه وکړل چې په بهيرکې يې دطالبانو قوماندان ملاحبيب الله له دوو تنو نورو  سره  چې يو يې دهغه زوى  دى  ووژل شو.
دهارون دڅرگندونوله مخې په دغو بريدونو کې ملکې وګړو ته زيان نه دى اوښتي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته