امنیت

دوه ديرش تنه داعشيان په هوايي بريدونوکې ووژل شول

جلال آباد/ باختر/ د غويي د مياشتې ١٨
د ننګرهار ولايت په مربوطاتوکې د داعش په ډلې پورې اړوند٣٢ تنه د هوايي بريدونو له امله ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي:
په تيروڅلورويشتو ساعتوکې د نازيانو ولسوالۍ د (کرپه سپينه ژي) په ساحه کې  د هوايي بريدونو او چاڼيزو عملياتوپه بهيرکې د داعش په تروريستي ډلې پورې اړوند ٣٢ تنه وژل شوي او د دوى د ريپيټر يوه مخابراتي دستګاه ويجاړه شوې ده.
دغه راز د ننګر هار ولايت د اچين ولسوالۍ د باندر او دره مامند په ساحوکې د داعش د تروريستي ډلې ٢٩ تنه غړي وژل شوي او يو تن بل ټپي شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته