ټولنه

په سمنګانو کې دڅارويونسل زيات شو .

کابل_ باختر د غبرګولي دولسمه :
دسمنګان ولايت دکرنې او اوبو لګولو درياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې دخلکو له خوا دڅارويو روزنه دتيرکال په پرتله  په سلوکې پنځوس زياته شوې ده .
دسمنګانو ولايت دکرنې اواوبو لګولو رييس انجنير محمد اسلم دانا باختراژانس ته وويل، دتيرکال داحصايې له مخې، ددغه ولايت دمرکز او ولسواليو په کچه يومليونو اته سوه زرو څارويو شتون درلود اوپه روان کال کې دغه شمير په سلو کې نږدې پنځوس لوړ شوى  دى اوهمدااوس په سمنګانو کې څه دپاسه دوه مليونه  اووه سوه زره څاروي شته چې دتيرکال په پرتله په سلو کې پنځوس زياتوالى ښيي .
دده دڅرګندونو له مخې، تيرکال يو مليونو څلور سوه زره پسونه او وزې  ، يو سلو دوه څلويښت زره غوايان ، څلور زره دقره قل پسونه او نورآسان ، خره او اوښان وو او ددوى دمعلوماتو له مخې، دتيرکال په پرتله دپسونو په نسل کې په سلوکې پنځه شپيته، داوزو په نسل کې په سلوکې پنځه ديرش او دغوايانو په نسل کې په سلوکې سل زياتوالى راغى دى .
دسمنګانو ولايت دکرنې اواوبو لګولو رييس  په سمنګانو کې دڅارويو دزياتې نسل اخستنې دليل دتيرکال په ژمي کې دهوا مساعدوالى اوپه څړځايونو کې دحيواني واښو پريماني  وبلله اووي ويل چې دغه موضوع ددې سبب شوې ده چې دتيروکلونو په پرتله دڅارويو دنسل اخستنې زياته زمينه برابره کړي .
په همدې حال کې دسمنګانو ولايت دکرنې او اوبو لګولو دادارې دکرنې آمر نورمحمد: موسمي اورښتونه ددغه ولايت په څړځايونو کې دزياتو وښو دشنه کيدو سبب وباله او وي ويل چې داکار ددې سبب شو چې خلک دزياتو څارويو روزنې ته مخه وکړي .
  دده دڅرګندونو له مخې، ددغه ولايت دمرکز او ولسواليو په کچه په شپږ سوه څلور اتيا زره هکتاره ځمکه کې واښه اوڅړځايونه شته او دغه څړځايونه دڅارويو په تيره بيا دپسونو او وزو درمودروزنې  په مقصد مساعد دي .
نورمحمد زياته کړه، ددغه ولايت په سلوکې پنځه اتياخلک په کرکيلي او مالدارۍ بوخت دي اومالداران  سربيره پر دې چې له خپلو څارويوڅخه نسل اخلي دلبنياتو له محصولاتو څخه يې هم ګټه اخلي .
  دحضرت سلطان ولسوالۍ دقره چيلاق  دکلي اوسيدونکي شمس الدين چې خپل اويا څاروي يې پلورلي وو باختراژانس ته وويل ، يوڅاروى يې په څلور زره اته سوه افغانۍ پلورلى دى .
ده څرګنده کړه چې سږ کال واښه پريمانه وو پسونه ښه چاغ شول او له څلورو زرو څخه تر پنځو زرو افغانيو پورې پلورل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته