فرهنګ

د رسنیو کیفیت اومعیاري نشرات راته لومړیتوب لري.

کابل باخترد کب دمياشتې دويمه
د رسنیو کیفیت اومعیاري نشرات راته لومړیتوب لري.
دغه څرګندوني د هلمند داطلاعاتو اوفرهنګ ریېس د رسنیو سره د همږغۍ په غونډه کې وکړې.
هغه غونډه چې په همدې موخه جوړه شوې وه داطلاعاتواوفرهنګ ریېس فریداحمد فرهنګ په خپله وینا کې ۱۵۵ ورځې وړاندې په هلمند کې د ټلویزیوني اوراډیویې رسنیو څخه د کتنې اوارزونې په اړه معلومات ورکړل او زیاته يې کړه د رسنیو له کارکوونکو اودفترونو څخه دکتنې په بهير کې ثابته شوه چې زموږ د رسنیو په پروګرامونو اونشراتو کې څومره بدلون راغلی اولا یې هم باید پر کومو برخو کار وشي.
فرهنګ وویل د ولس غوښتنه داده چې معياري،اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم نشرات  وړاندې شي او موږ ته هم د رسنیو تر کميت د رسنیو کیفیت او معیارکيدل لومړيتوب لري.
دغه راز د اطلاعاتو اوفرهنګ ریېس وويل يو شمېر رسنۍ چې په خپلو خپرونو کې سرغړونه کړې ده د اصلاح لپاره یې ورته لازمې سپارښتنې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته