ټولنه

دفساد دکمولو په خاطر دعالمانو دشورا هلې ځلې

کابل باخترد جوزا دمياشتي١٧ نيټه :

دهيواد دلويديځي حوزې دعالمانو اوروحانيو عالي شورا له اداري فسادسره جدي مبارزه دهيوادوالو ديني اوملي دنده وبلله  اوپه دې لاره کې يې دمسوولينو په جدي مبارزې ټينګاروکړ.

دباختراژانس دخبرله مخې  دلويديځي حوزې دعالمانو اوروحانيونو دعالي شورا رييس الحاج مولوى خدا داد صالح ددغې شورا په غونډه کې ددغه ټکي په بيانولو سره چې له اداري فسادسره مبارزه دجدي عزم غوښتنه کوي وويل  دخلکو ديني اوشرعي دنده اورسالت  ددې غوښتنه کوي چې داداري فساد دجرړو له منځه وړلو په لاره کې مبارزه وکړي .

ده دخلکو ديو لړ ستونزو په بيانولو سره چې بنسټ  يې په ټولنه کې اداري فساد دي ددغو ناخوالو په لري کولو کې يې دټولو هيوادوالو دهمکاري غوښتنه وکړه.

دعالمانوشورارييس دغه راز دهرات ولايت په کچه په ستندردو روغتيايي خدمتونو دنه لاس بري له پلوه دخلکو دستونزو په بيانولو سره دروغتيايي برخي  مسوولينو ته يې لارښونه وکړه چې په روغتيايي مرکزونو  په عادلانه ډول مناسـب روغتيا يي خدمتونه خلکو ته وړاندى کړي.

دشورارييس په همدي حال کې دحج دفضايلو په بيانولو سره دحاجيانو دپچي اچوني په مراسمو کې يي ځينې اداري سرغړونې بيان کړي اودهرات ولايت  وګړو او جغرافيايي ساحي په پام کې لرلو سره دغه ولايت ته ورکړاي شوي ونډه لږه وبلله .

له بله پلوه داطلاعاتو اوفرهنګ رييس احمداحسان سروريار هم دديني عالمانو په غونډه کې ديني  باورونو اواعتقادونو ته دهرات دخلکو داصيل فرهنګ  ژورتيا اواړيکو ته په اشاري سره دفرهنګي حالت دښه والۍ په خاطر دديني عالمانو دهمکاري غوښتنه وکړه.

ده عالمان دانبياو وارثان اوداسلامي ټولنې معنوي مشران وبلل  او دغه قشر يې دقانون جوړولو ښه اوستر مرجع وباله.

په دې غونډۀ  کې دعالمانو دشورا په مرستيال مولوى کبابيانى سربيره يوشمير ويناوالو  ديولړ ټولنيزو ستونزو اودهغو دحل دلارو چارو په باب خبري وکړې .

په پاى کې  دعالمانو دشورا شرعي فتوا ولوستل شوه او دبرخه والو له خوا تائيده شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته