امنیت

دغزني د پاڅون کوونکو دبنسټ ايښودونکى د زوى مړي ترلاسه شو

کابل باختر د تلې ١٨
په غزني کې دطالبانو په وړاندې د پاڅون کوونکو دبنسټ ايښودونکى  ملا سلام د زوى  عبدالمالک  مړي پيدا شو .
  ويل کيږي چې وسله والوطالبانو شپږ مياشتې مخکې عبدالمالک  دعبدالسلام زوى دغزني ولايت داندړو له ولسوالۍ څخه تښتولي و او کور ته يې هم  اور اچولى و .
  دغزني ولايت داندړو ولسوال محمد قاسم ديسي وال باختر اژانس ته وويل  چې وسله والو مخالفينو عبدالمالک دملا سلام زوى چې شپږ مياشتې مخکې يې  له کور څخه تښتولى و،  وژلى دى او مړي يې پرون  دغزني ولايت  په مقر ولسوالۍ کې ترلاسه شوى دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته