کابل باخترد لړم د مياشتې ٢ :
شپاړلسو تنو وسله وال طالبانوته پرون په فارياب ولايت کې دهليکوپتر په بريد کې مرګ ژوبله واوښته .
دهېواد په شمال کې د٢٠٩ شاهين قول اردو دپوځي اډې مطبوعاتي دفتر اعلام وکړ چې دملي اردو د يوه هليکوپتر په بريد کې ١٦ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .
دپښتون کوټ ولسوال دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه دخواجه سبزپوش ولسوالۍ دشيخي اودپښتون کوټ ولسوالۍ دشمال په تخته بازار کې ترسره شوې ده .
ددغو بريدونوله امله ١٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ تنه نورټپيان شول.
دملي اردو دځواکونو ام ډي _ ٥٣٠ ډوله هليکوپترونه ډير سمبال پوځي هليکوپترونه دي چې په دې وروستيو وختو کې دملي اردو په واک کې ورکړاى شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل