امنیت

يوولس تنه داعشيان ووژل شول .

کابل باختر د  سلواغې  نولسمه :
دننګرهار ولايت  په مربوطاتو کې دګډو پوځي عملياتو په بهير کې  دداعشيانو ددووتنو قوماندانانو په ګډون دداعش  دتروريستي ډلې يوولس تنه غړي ووژل شول او دهغوى يوه  ډيپو او دوه مرکزونه دړې وړې شول .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ چې دکوماندو دصايقې دلومړى کنډک پرسونل   پرون دننګرهار ولايت دهسکې مينې ولسوالۍ  دمياجي بابا په ساحه کې له ملي پوليسو اوسيمه ئيزو پوليسو سره ګډ غوڅ عمليات ترسره کړل چې له امله يې  دداعش د تروريستي ډلې ددوو تنو قوماندانانو په ګډون ددغې ډلې يوولس تنه غړي ووژل شول او دهغوى ددرملو يوه ډيپو او دوه مرکزونه  له منځه تللي او يوکلاشينکوف په عمليات کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلى دى او دغه عمليات په برياليتوب سره پاى ته ورسيدل .
ددغو عملياتو په بهير کې په عملياتو کې شاملو ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته