سیاست

په هرات کې د ولسواليو د شوراګانو او د پارلماني انتخاباتو د رايې ورکولو د نومونو د ثبتولو د بهير پيل

هرات  باختردوري دمياشتې ٢٥نيټه :
په هرات ولايت کې  نن سهار د ولسواليو د شوراګانو او د ولسي جرګې د انتخاباتو د رايې ورکولو د نومونو د ثبتولو بهير پيل شو.
د هرات  والي محمدآصف رحيمي  د همکارو ريېسانو په شتون په دې بهيرکې  د رايې ورکولو د نومونو د ثبتولو لپاه داسانتياو په برابرولو تينګار وکړ او ويې ويل  د افغانستان داسلامي جمهوريت  له لارښوونې سر سم هيڅوک په دغه بهيرکې په غيرمسوولانه  توګه د مداخلي  حق نلري خو ادارې په دې مکلفې دي څو  دشفافو  انتخاباتو دترسره کولو په خاطر همکاري وکړي.
د هرات والي  ادارو ته  لارښونه وکړه، تر څو په دغه بهيرکې  د شته امکاناتو په لرلو سره ونډه واخلي.
د هرات ولايت د انتخاباتو دکميسيون ولايتي ريېس ډاکټر داوود صديق زاده  وويل ټاکل شوې ده  د نوم ليکنې  بهير په هرات ولايت کې  په دوو برخو کې  په ٤٦٢ مرکزونو کې عملي شي .
صديق زاد زياته کړه ؛  د رايې ورکوونکو دنوم ليکنې  دغه  مرکزونه به په  جوماتونو ، ښوونځيو او فرهنګي او ټولنيزو مرکزونو کې  فعاليت  ولري.
د انتخاباتو د ولايتي کميسيون ريېس د انتخاباتو له مرکزي کميسيون  سره د وزارتونو د موافقې  له مخې د  ادارو د همکارۍ  غوښتونکى دى  .
په دې غونډه کې  مسوولانو د دغه بهير دپرمختګ  په خاطر  له دولتي امکانات څخه په استفادې سره د همکارۍ ژمنه وکړه.
د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې د چارو د همغږۍ  کميټې د دولتي ادارو له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د دغه بهير د پرمختګ  په خاطر همکاري وکړي.
د حج او اوقافو ريېس وويل ؛ د  جوماتونو  له  الحاقيه خونو څخه  به هم  دنوم ليکنې په خاطر استفاده وشي  .
دپوهنې ريېس  هم د دغه بهير  د اسانتياو  د برابرولو په خاطر  په ښوونځيو کې د همکارۍ  ژمنه وکړه. پاى   ع   ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته