ټولنه

دانرژۍ او اوبو وزير : داقليم بدلون داوبو دکمښت سبب شوى دى .

کابل باختر د کب لومړى :
دهېواد دسطحي اوبو له ظرفيتونو څخه  دڅيړنې او پوهاوي ورکولو کارګاه  نن دانرژۍ او اوبو په وزارت کې جوړه شوه .
ددغه کارګاه هدف  دهغو څيړنودنتيجو وړاندې کول جوړوي  چې په دې باب  دهېواد  په پنځو دريايي حوزو کې  ترسره شوي دي .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  ددغه کنفرانس  په پيل کې  دانرژۍ او اوبو وزير  علي احمد عثماني  دهېواد داوبو  د منابعو د مديريت په باب خبرې وکړې او ويې ويل په هېواد کې داوبو دکمښت يو دليل په نړۍ  کې د اقليم دحالت بدلون دى . 
په دې کارګاه کې برخه والو  داوبو  د ظرفيت دارزښت  ،داوبو دمنابعو د هراړخيز مديريت ،دهېواد د اوبو د ظرفيتونو د تاريخي مطالعې، دکابل داوبو دظرفيتونو دمطالعې او څيړنې، دآمو او دشمال دپنځو حوزو داوبو دظرفيتونو دمطالعې په باب خبرې وکړې .او دغه راز ماهرانو په دې باب  دبرخه والو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل .      ختم_ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته