ټولنه

د ښځې نړيواله ورځ په اقتصاد وزارت کې ونمانځل شوه

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ١۹مه
د ښځې د نړيوالې ورځې په درناوۍ نن په اقتصاد وزارت کې يوه غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس دخبرله مخې: د دغې غونډې په پيل کې د اقتصاد وزارت مسلکي معين محمد اسماعيل، د تاريخ په بېلابېلو دوروکې د هېواد د ښځو د اتلواليو او سرښندونو په باب خبرې وکړې .
وروسته د ښځو چارو وزارت معينې نبيلې مصلح هم خبرې وکړې او د سولې د خبرو بهير ته په اشارې سره وويل چې افغان ښځې سوله غواړي، خو هيڅکله چمتو نه دي چې شاته لاړې شي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکتر کمال سادات  خبرې وکړې او د ښحو پرخلاف د تاوتريخوالي عوامل او انګيزو ته په اشارې سره وويل چې په بدو کې د ښځو او نجونو ورکول کورنيو ته ناوړې پايلې لري.
ده وويل: د هېواد لومړۍ مېرمن د ښځو د برحقه غوښتنو د تحقق په لاره کې هلې ځلې کوي او د هېواد د ځورېدلو ښځو ترڅنګ ولاړه ده.
د غونډې په پاى کې د اقتصاد وزير، د دغه وزارت يوشمېر ښځينه کارکوونکې وستايلې او ډاکتر کمال سادات ته يې د دغه وزارت د مننې لوحه ورکړه.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته