ټولنه

راځئ ،جنسي ځورونه بنده کړو.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨
راځئ جنسي ځورونه بنده کړو په باب بنسټيزو څيړنيزو لاس ته راوړونو په نامه مطبوعاتي کنفرانس داسلو موسسې له خوا په تخار ولايت کې جوړ شو.
په دې کنفرانس کې داسلو موسسې رييس عبدالسلام احمدي ددغه پروګرام دجوړيدو هدف برخه والوته بيان کړ ، ويې ويل : ددغه کنفرانس دجوړيدو هدف دهغو څيړنو دنتيجو شريکول دي .
دښځو دجنسي ځورونې په برخه کې ددغې موسسې له خوا دتخار ولايت په ورسج ،فرخار او رستاق ولسواليو او ددغه ولايت په مرکز کې شوې دي.
ده زياته کړه : دڅيړنو په پايله کې چې په دې برخه کې يې ترسره کړې دي په سلو کې اويا خلک دځورونې دبندولو دمقررې په تصويب پوهيدلي دي.
داسلو موسسې مسوول ژمنه وکړه چې هلې ځلې کوي چې دښځو دجنسي ځورونې دبندولو دمقررې په باب د دولتي او نا دولتي بنسټونو دپوهاوى په برخه کې ددغې موسسې فعاليت پراخ کړي تر څو دغه ناوړه پديده ددغه ولايت په خلکو کې په بشپړ ډول له منځه لاړه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته