کابل باختر د وري يو ويشتمه :
دپروان ولايت په مربوطاتو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو دګډو عملياتو په دوام يوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، امنيتي ځواکونو دپروان ولايت دکوه صافي ولسوالۍ د جوزک او داحمد زيو په کليو کې پرون سهار چاڼيز عمليات پيل کړي و . چې ددغو عملياتو په نتيجه کې دسکر -٢٠ دوه ماينونه دبي ام – ١ اووه ماينونه او دهغه اته سرګلولۍ په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ