سیاست

لوى څارنوالۍ په رسنيوکې دملي ګټو پرخلاف د ناوړ خپرونو په نسبت خبر دارى ورکړ

کابل باختر دليندي اتلسمه :
دهيواد دلوى څارنوالۍ ويندوى وايي چې لوى څارنوالۍ د ژوندون ټلويزيون او د انصار ورځپاڼې د خپرونو دځنډولو په باب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وړانديز منظور کړى دى.
دلوى څارنوالۍ ويندوى بصير عزيزي باخترآژانس خبريال ته وويل: داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وړانديز او دهيواد دلوى څارنوالۍ په منظورى د ژوندن ټلويزيون  او د انصار ورځپاڼې خپرونې د توپيري اوتفرقې اچوونکو خپرونو په دليل چې په هيواد کې د نافذو قوانينو او په تيره بيا د اساسي قانون پرخلاف دي؛ ځنډولې دي او يومختلط هيئت دهغو په څيړنې موظف کړى شوى دى .
دلوى څارنوالۍ ويندوي بصيرعزيزي زياته کړه: د هيواد لويه څارنوالي په مطبوعاتوکې ددغه شان موضوعګانو دخپريدو له امله په ژوره توګه خواشينې شوې ده خبر دارى ورکوي؛ هره رسنۍ چې دمملکت دګټو پرخلاف ودريږي او په ناوړو خپرونو لاس پور ې کړي؛ وبه تړل شي.
ديادونې وړ ده چې د ژوندن ټلويزيون او انصار ورځپاڼې د خپرونو له ځنډولو سره جوخت مسوولين يې هم تر پوښتنې لاندې نيول کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته