خبرونهورزش

په ننګرهار کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

کابل، د لیندۍ ۲۰ مه، باختر

په ننګرهار ولايت کې د ننګرهار په کوربتوب د لغمان، ميدان وردګ، خوست، پکتيا او نورستان ولايتونو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل لوبه کې ننګرهار لوبډلې خپلې سيالې خوست لوبډلې ته د ۳_۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

 هېره دې نه وي چې د دغو سياليو موخه د زون په کچه د غوره لوبډلې موندل ياد شوي دي، چې په راتلونکي کې به د هېواد د زونونو په کچه په سياليو کې ګډون وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته