ټولنه

دميدان وردکو يوشمير خلکو دملي پيوستون دپروژو له اسانتياو څخه ګټه واخسته .

کابل باختر د سلواغې شپاړلسمه :
  دميدان وردکو ولايت څه ناڅه ٤٢٠٠ کورنيو پرون دملي پيوستون دپروګرام دټولګټو  پروژو له اسانتياو څخه  ګټه واخسته .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت داطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبرورکړ :ديو شپيتو ټولګټو پروژوکار د څلور څلويښتو مليونو شپږ سوه نهو زورو افغانيو په لګښت دميدان وردکو ولايت دبهسودو په ولسوالۍ کې  بشپړ او ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي .
  په دغو پروژو کې  دڅښاک  داوبو دڅاه ګانوکيندل ، دروغتيايي کلينکونو  ټولنيزو مرکزونو ، محافظوي  ديوالونو ،  پلونو او پلګيو ،  داوبو لګولو  دکانالونو  جوړول ، داوبو رسولو د شبکو تمديدول او دسړکونو جوړول او کريړ اچول شامل دي  .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام په دغه ولايت کې د فعاليت له پيل څخه تراوسه پورې ١٦١٢ کلي دپرمختيايي پروګرام  تر پوښښ لاندې نيولى دي او تراوسه پورې يې په بيلابيلو  برخو کې ٢٢٤٨ پروژې بشپړې  اوګټې اخستنې ته سپارلې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته