کابل باختر د چنګاښ ديارلسمه :
د هېوادپه ځينو سيموکې د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د جلا جلا عملياتو په بهيرکې ٧٥ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره باخترآژانس ته ويلي دي: دغه عمليات د ننګرهار، کاپيسا، پکتيا، خوست، غزني، پکتيکا، قندهار، روزګان، فراه، کندز، فارياب، تخار، بلخ او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شوي دي چې له امله يې ٧٥ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٥ تنه نور ټپيان شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ