امنیت

يوولس طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/دمرغومي۱۶مه/باختر
په هلمند کې په يوه هوايي بريدکې١١وسله وال طالبان ووژل شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په سنګين ولسوالۍ کې د دوى په يو مرکز کې چې د بمونو او ماينونو په جوړولو بوخت وو، بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو عملياتي لوا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په بريد کې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان له ١٠ ملګرو سره يې  ووژل شو.
خبرپاڼه زياتوي چې په بريد کې د لسګونو کيلوګرامه چاوديدونکو توکو او د چاودنې د وسايلو په ګډون له ټولو جنګي وسايلو سره يې د وسله والو طالبانو يو مرکز هم ويجاړ شوى دى.
د يو بل خبرله مخې:
د هلمند پوليسو د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه د شپږو ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته