ورزش

د پنجشير د ځوانانو د فوټبال ټيم د ميوند ټيم ته ماتې ورکړه

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٢٥
د کابل د فوټبال د غوره ليګ سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وکړ.
دکابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې سيالۍ کې د ميوند او د پنجشير ځوانانو ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه د صفر په وړاندې په دوو سره د پنجشير د ځوانانو د ټيم په ګټه پاى ته ورسيده.
دغه سيالۍ د ١٣ ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې چې په دوام يې نن د سرې مياشتې او د اردو د فوټبال ټيمونه لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته