سیاست

دافغانستان او کاناډا ترمنځ داړيکو او همکارۍ د پياوړتيا په باره کې خبرې وشوې .

کابل باختر د سلواغي  دمياشتې ١٤ :
د  بهرنيو چارو  وزير ضرار احمدعثماني پرون په کابل کې د کاناډا له سفيرې ميرمن   ديبوره ان ليونس سره  وکتل .
د  بهرنيو چارو  وزارت د ويندوى  دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ  :
په دې کتنه کې دواړو  لورو د دواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو او همکاريو پياوړتيا او دعلاقې وړبيلابيلو موضوعګانو په باب  خبرې وکړې
دبهرنيو چارو  وزير دکاناډا سفيرې ته  دښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې  د دواړو هيوادونو ترمنځ  دوستانه اړيکو په باب خبرې وکړې  او ويي ويل دافغانستان او کاناډا ترمنځ  اړيکې موږ ته زيات ارزښت  لري .
کاناډا هغه هيواد دى چې په  وروستۍ  لسيزه کې يې په امنيتي ، پرمختيايي او بنسټيزو ساحو کې له افغانستان سره اغيزمنې  همکارۍ کړي دي او دافغانستان خلک ددغو همکاريو له امله قدرداني کوي .
دکاناډا سفيرې  هم  د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او همکاريو په  پياوړتيا باندې په   ټينګار سره څرګنده کړه  چې له افغانستان سره اړيکې  موږ ته  خاص ارزښت اواهميت لري .
ميرمن ليونس دغه  راز څرګنده کړه چې له افغانستان  سره دهغوى دمرستو او همکاريو يوه مهمه برخه به داقتصادي پراختيا په باب متمرکزه   وي اودغه همکارۍ   به له اقتصادي  پلوه دافغانستان په   ډډي لګولو کې ګټورې  وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته