سیاست

قاضي القضات دايساف دقانون دواکمني دبرخې له رييس سره وکتل.

کابل باختردچنګاښ دمياشتي ٣١ :

قاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي دايساف د ٤٣٥ قطعي دقانون دواکمني دبرخې له نوى رييس جنرال يورال ګلانوايل سره په کابل کې دپيژندګلوي کتنه وکړه.

باختراژانس ته  دسترې محکمې دخپرونو رياست دمعلوماتوله مخې:

په دې کتنه کې  لومړي دغه جنرال دامريکا په عدلي اوقضايي ساحو کې دخپلوپخوانيو کړو وړو په باب خبرې وکړې اوهيله يې وکړه  وکولاي شي په کابل کې دقانون دواکمني دبرخې دمسوول په توګه ددندې په موده کې دافغانستان دعدلي ارګانونو په تيره بيا دقضاييه قوي ترمنځ ښه همغږي کوونکي وي اوله سترې محکمې  سره دمادي ، تخنيکي او تجهيزاتي مرستو په لاره کې اغيزمن پروګرامونه ترسره کړي .

ده زياته کړه چې ددندې په حکم دعدلي مرکزونو دمادي اوفزيکي ظرفيتونو په لوړولو کې همکاري دده په کاري لومړيتوبونو کې ځاى لري اوتصميم لري چې دغه دندې له سترې محکمې سره په همغږي کې په سمه او حسابي توګه په خپل تګلوري کې سرته ورسوي .

ورپسي قاضي القضات  دسترې محکمې په څو وروستيو کلونو کې ددغې برخې دپخوانيو همکاريو له امله دخوښي دڅرگندولو په ترڅ کې هيله وکړه چې مرستې له قضائيه قوي سره په تفاهم او بشپړنږديوالي اوله اړتياو او ضرورتونو سره سم تنظيم شي اوپه هغو مواردو کې وکارول شي چې دمادي اوتخنيکي اړتياوحل کوونکي وي اوله سترې محکمې سره په ښه کچه دظرفيت اوخدمت کولو مرسته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته