نړۍ

يو امريکايي ټولنپوه : نړۍ اټومي جګړې ته نږدې کيږي

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٨
يوه امريکايي ټولنپوه (نوآم چامسکي) ويلي دي چې نړۍ ګام په ګام يوې اټومي جګړې ته نږدې کيږي.
چامسکي د روسيې له خبري شبکې (راشيه تودې) ته وويل چې نړۍ په تيرو وختو کې يوځل بيا د يوې اټومي جګړې په درشل کې شوه او دغه پيښه کيداى شي يو ډول سړې جګړې ته دلويديځ او روسيې ستنيدوته په پاملرنې سره ، بيا رامنځته شي.
دغه امريکايي ټولنپوه زياته کړه: د شمالي اتلانتيک تړون (ناټو) سازمان خپلې پولې د روسيې په لور پراخې کړې او ماموريت يې د هغه څه په پرتله چې په لومړي سرکې ورته تعريف شو، څو برابره بدل شوى دى .
چامسکي وويل چې اوس د ناټو هدف او ستراتيژي د هيوادونو ترمنځ د پوځي انډول د ټينګښت پرځاى ، د نړيوالې انرژۍ د سيستمونو کنترول دى .
د چامسکي د څرګندونو له مخې: نړۍ هيڅکله په دې اندازه يوې اټومي جګړې ته نږدې شوې نه وه. داسې جګړه چې کولاى شي ټول پيلوونکي يې لمنځه يوسي.
دغه امريکايي ټولنپوه دوام ورکړ چې دغه شان جګړې به د پروګرام له مخې نه بلکې د يوه غبرګون له امله رامنځته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته