امنیت

درې تنه ماين ښخوونکي او درې تنه وسله وال طالبان په هلمندکې ووژل شول

کابل باختر دسلواغي اتمه :
درې تنه ماين ښخوونکي تېره شپه په هلمندکې د ماين ښخولو په وخت کې ووژل شول .
دهلمند دوالي ويندوى عمر ځواک باخترآژانس ته وويل: دغه ماين ښخوونکي د هغه ماين د چاودنې له امله ووژل شول چې غوښتل يې هغه د مارجې ولسوالۍ په يوه سيمه کې ځاى پرځاى کړي .
ديوبل خبر له مخې: درې تنه وسله وال طالبان تېره شپه دهلمند ولايت دنهر السراج ولسوالۍ په مربوطاتوکې دپوليسو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول او پنځه تنه نورطالبان ټپيان شول.
د هلمند د والي د ويندوى عمر ځواک دڅرګندونو له مخې: جګړه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د هلمند ولايت د نهرالسراج ولسوالۍ په يوه اړونده سيمه کې د پوليسو په ځواکونو بريد وکړ او له امله يې درې تنه وسله وال  طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دې نښته کې د دښمن پنځه څلويښت ماينونه يو کلاشينکوف او سل کيلوګرامه چرس هم د پوليسو د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته