سیاست

جمهوررئيس کرزي د کندهار ولايت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ له مشرانو سره وکتل.

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٩
د کندهار ولايت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ يو شمېر مشرانو د افغانستان له جمهوررئيس حامدکرزي سره په کتنه کې له هغه څخه وغوښتل چې د ډهلې بند د ارتفا د لوړولو په پروژه کې چې د سيمې خلکو ته کوم زيانونه رسيږي د هغو د څيړنې لپاره دې د بېلابېلو اړوندو وزارتونو په ترکيب يو واکمن هيات وټاکي.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د کندهار ولايت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ مشرانو وويل چې د ډهلې بند د ارتفا لوړولو د اوسنۍ پروژې په عملي کېدلو سره د سېمې د خلکو کورونو، کرنېزو ځمکو، مذهبي، تارېخي او کلتوري ابداتو ته زېان رسېږي، له دې امله د جمهوري رېاست عالي مقام ته وړاندېز کوو چې د انرژۍ او اوبو، کرنې، ښارجوړولو، مالېې، حج او اوقافو، د اطلاعاتو او فرهنګ او عدلېې د وزارتونو، د سيمه ايزو ارګانونو او د کادستر د ادارې د واکمنو استازو په ترکيب دې يو هيات وټاکي ترڅو د ځمکې د استملاک او د بيې د ټاکنې په ګډون د عادلانه عوض ورکولو لپاره يوه عملي کړنلاره او طرزالعمل جوړ کړي.
جمهوررئيس د کندهار ولايت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د مشرانو واړنديز ومانه او هغوی ته يې ډاډ ورکړ چې د يوه حکم په ترڅ کې به  يو واکمنې هيئت  وګماري چې سيمې ته لاړ شي ترڅو د ځمکې د استملاک په شمول د مهمو او ضروري مواردو د عملي کولو لپاره يو طرزالعمل جوړکړي.
په دې کتنه کې د ښارجوړلو او د انرژۍ او اوبو وزيرانو هم  ګډون درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته