ټولنه

عالمان د شخړو په حل کې مهم رول لري

 کابل/ د لړم ٣٠ مه/ باختر
د افغانستان د "عالمانو او روحانيونو ټولنې" نن د افغانستان او اندونيزيا د عالمانو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا په موخه په کابل کې کنفرانس جوړ کړ.
د باختر آژانس خبريالانو د خبرله مخې: په کنفرانس کې د افغانستان او اندونيزيا د عالمانو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا پر ټينګار سره د سولې په تامين او د يو بل په منلوکې د عالمانو د رول په اړه خبرې اترې وشوې.
په کنفرانس کې په کابل کې د اندونيزيا سفيرعارف رحمان وينا وکړه او د شخړو په حل کې د دغه هېواد پر زيات رول ټينګار وکړ او ويې ويل چې د مسلمانانو ترمنځ پيوستون، د شخړو په حل کې اساسي رول لري. هلې ځلې دې وشي چې په دې کنفرانس کې د افغانستان د ستونزې د حل لارې ولټول شي.
په غونډه کې د "عالمانو او روحانيونو ټولنې" رييس سېد صلاح الدين هاشمي هم خبرې وکړې او تعصب، قوم پالنه او لوړتيا غوښتنه يې د اسلامي ارزښتونو پرخلاف وبلل.
دغه راز د دغې ټولنې بنسټ ايښودونکى فضل غني کاکړ، مولوي محمد ناصرحليمي  او د شهيدانو او معلولينو وزارت پخوانۍ معينې مېرمن افغاني هم د موضوع په اړوند خبرې وکړې.
اندونيزيا په کمبوديا، روهنګيا، تايلند، اچي، ميانمار او فليپين هېوادونوکې د شخړو په حل کې ځلانده تاريخ لري او د ملګروملتو سازمان د امنيت  شورا په ليست کې د شخړو د حل په برخه کې د باور وړ هېواد دى.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته