امنیت

طالبانو ته په پوځي عملياتو کې دسر دروند زيان اوښتى دى .

کابل باختر د سلواغې دولسمه :
دفارياب ولايت دپوليسو مقاماتو په څو تيرو ورځو کې  په دغه ولايت کې طالبانو ته دسر ددروند زيان داوښتو خبر ورکړ .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر دباختراژانس خبريال ته وويل چې دتيرې اوونۍ په بهير کې  دطالبانو نږدې ديرش تحرکات ددغه ولايت په بيلابيلو سيموکې دملي پوليسو دځواکونو له خوا شنډ کړى شوي دي .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال سيد عبدالقدير  صياد  زياته کړه ددغه ولايت په بيلابيلو سيموکې دطالبانو نهه ويشت موارده تحرکات دامنيتي ځواکونو له خوا شنډ کړى شوي دي .
ده زياته کړه که چيرې  دغه تحرکات په خپل وخت  شنډ کړى شوي نه واى ښايي وسله والو طالبانو دخلکو دمالونو په لوټولو لاس  پورې کړى واى .
يوه اړونده خبرځاى وويل دهغو جګړو په بهير کې چې ونښتې په جلا جلا پيښو کې څه ناڅه پنځه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او يوشمير نور يې ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته