کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٩
د فارياب ولايت د امام صاحب د اوبو رسولو شبکه نن پرانستل شو ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
د اوبو رسولو دغه شبکه د فارياب ولايت دپښتون کوټ په ساحه کې دناروې په مرسته ديوسلو پنځه شپيتو زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې ده.
ددغې پروژې دتمويلولو د ادارې دا کار د دفترمسول صلاح الدين باختر آژانس
ته وويل ، دغه شبکه پنځه اعشاريه پنځه کيلومتره اوږدوالي لري او داوبو پنځه څلويښت نلونه پکې لګول شوې دي او دپښتون کوټ دڅه دپاسه نهه سوه کورنيو ستونزې يې لرې کړي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ