ټولنه

د ډاډګيرنې پيغام

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٥
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د ډاډګيرنې او همدردۍ پيغام
په خواشينۍ سره خبرشوم چې د هېواد د پوليسو يو سابقه لرونکى او ممتاز افسر، متدين او خلکو ته منلى شخص الحاج خواجه عبدالفتاح صديقي د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه؛ د ٧٨ کلنى په عمر وفات شو.
الحاج عبدالفتاح صديقي د کابل ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې وزيږيد او د قره باغ په ولسوالۍ او د کابل د نجات په عالي ليسه کې له منځنۍ او ثانوي دورې وروسته د پوليسو د اکاډمۍ په دويمه دوره کې شامل شو. د پوليسو له اکاډمۍ څخه د ليسانس په سويه په فراغت سره، د زده کړې د دوام لپاره د مصر عربي جمهوريت ته سفر وکړ او د لوړو زده کړو په بشپړولو او هېواد ته په ستنيدو سره ٤٠ کاله يې په پوره پاکوالى او له هېواد سره په مينې سره په بېلابېلو دندوکې خدمت وکړ. له دې جملې څخه د نوي ښار او د شاه شهيد د پوليسو د سرمامور، د کورنيو چارو وزارت د پلټنې د رييس په توګه د ده دندې او د هېواد په مرکز او په زياترو ولايتونوکې نور مسووليتونه په ده پورې اړوندوکسانو او هم مسلکانو ته پاک نفسۍ، ميړانې او هېواد ته د صادقانه خدمت له خاطرو څخه ډک دي .
په دې وسيله د خپلې ژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او هم مسلکانو او د افغانستان ګران ملت ته څرګندوم او مړينه يې يوه ستره ضايعه بولم .
د رب العزت له درباره څخه اروښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته