امنیت

په غزني کې درې تنه وسله وال طالبان ونيول شول

کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه
  دغزني ښار په مربوطاتو کې نن د دولت درې تنه وسله وال مخالفين له د وو ميله کلاشيکوفونو او يو توغندي ويشتونکى سره ونيول شول .
ويل کيږي دغو دريو تنو ياغيانو دغزني ولايت په مربوطاتو کې  په بيلابيلو تروريستي  فعاليتونو او وسله والو بريدونوکې لاس درلود .
دغزني ولايت داندړو ولسوال  دي سي وال  وايي: دغه درې تنه ياغيان په ارزو کلي کې  چې د اندړو د ولسوالۍ او دغزني شار ترمنځ پروت ده،  دملي اردو دځواکونو په عملياتو کې نيول شوي دي  له نيول  شويو کسانو څخه يو ه اندازه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته