کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٣
حبيب استالف به چې په څو وژنو او انسان تښتولو تورن دى ډير ژر به محاکمه شي .
دباختر آژانس دخبرله مخې : دهيواد دلوې څارنوالۍ ويندوى بصير عزيزي رسنيو ته ويلي دي چې دحبيب استالف نسبتي دوسيه واکمنې محکمې ته سپارل شوې ده او قضايي غونډه به يې ډير ژر جوړه شي .
دحبيب استالف دمحاکمې دغونډې د جوړولوخبره په داسې حال کې کيږي چې دهغه دبيا خوشي کولو په باب انديښنې شته .
بصير عزيزي زياته کړه ، موږ خپل تحقيقات بشپړکړل ، دحبيب استالف پرخلاف زيات تورونه شته.
عزيزى وويل ، دانسان تښتونې ، وژنې ، يرغل نيونې په ګډون شل جنايي تورونه د ده پرخلاف شته.
حبيب استالف څو مياشتې مخکې ددغو مواردو په تور دکابل د پوليسو له خوا ونيول شو خو د کابل ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد ظاهر په پرله پسې توګه دحبيب استالف د خوشې کولو په نسبت انديښنه څرګنده کړې ده .
جنرال ظاهر ويلي دي چې دغه متکرر مجرم هلې ځلې کړي دي چې دپيسو په ورکولو سره دخپلې آزادۍ زمينه برابره کړي.
2 1 دقیقه لوستل