نړۍ

د عراق په بعقوبه کې د داعش د يو مشر وژل کيدل

بغداد شفق نيوز  باختر د ليندۍ د مياشتې  ١٧ :
دداعش دډلې مشر او دهغه څلور تنه مرستيالان  دعراق په بعقوبه ښارکې  دعراق دهوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول .
يوه اړونده  خبرځاى  تيره شپه  دشفق نيوز له خبري سايټ سره په خبرو کې  وويل  چې دداعش دتروريستانو مشر ابوغزوان الانصاري   او دهغه څلور تنه مرستيالان  دبعقوبه ښار په ختيځ کې  حنبس په سيمه کې دعراق  داردو دهوايي ځواکونو دالوتکې  په بريد کې وژل  شوي دي .
ده  زياته کړه  چې دعراق د اردو يوې سوخو ډوله  الوتکې   په حنبس سيمه کې دتروريستانو   اصلي مقر  اودراټوليدو  درې نور مرکزونه بمباري کړل.
دداعش ډلې  په عراق کې زيات  جنايتونه ترسره کړي  دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته