امنیت

دملي دفاع وزارت دشاهين قول اردو دپيښې په باب څيړنې کوي .

کابل باختردثور  دويمه :
دملي دفاع وزارت مقاماتو په بلخ ولايت کې په شاهين قول اردو کې دپروني تروريستي پيښې  په باب تحقيقات پيل کړي دي .  
دملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال  دولت وزيري باختراژانس ته وويل: وسله والو طالبانو دافغانستان   دملت په وړاندې دخپلو جنايتونو په دوام پرون دټولو انساني اواسلامي ارزښتونو پرخلاف  په داسې حال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو په جومات ډله ئيز تروريستي بريد ترسره کړل چې زموږ ګڼ شمير سرتيري دجمعې دلمانځه  په اداکولو ولاړ و  په دې پيښه کې زموږ څه ناڅه سلو تنو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
وزيري  وويل چې دپيښې په باب څيړنې او تحقيقات دوام لري او دسردزيان شمير دبدلون په حال کې  دى کله چې څيړنې او تحقيقات بشپړ شي  وروستي  جزئيات به له ټول ملت  سره شريک شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته